Select Page

اداري فساد او زما تجربه

د افغانستان د عامه اداراتو په اړه د اداري فساد ګڼ شکایتونه کېږي. خو زه اداري فساد ته په عامه اداراتو کې په بله سترګه ګورم. البته زما بحث یوازې په عامه اداراتو پورې اړوند دی د پروژو او قراردادونو فساد چې اصلي فساد دی هغه بل بحث دی.  ما خپله تذکره، پاسپورت، د ښوونځي...

موږ ځوانان چېرته يو؟

زموږ د هېواد جګړه ځپلي ځوانان لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې څوک دي، څنګه دي، چېرته دي او ولې دي؟ څوک یې د پښتو، ځینو نور یې د افغانیت او څوک یې د اسلام په نامه غولوي او د دوی د پاکو احساساتو څخه د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخلي. نو له دې کبله غواړم څو کرښې تورې کړم. د...
مسلمانان څومره وروسته پاتې دي؟!

مسلمانان څومره وروسته پاتې دي؟!

ژباړن: سیدعبدالله ولي زی په ټوله نړۍ کې ۱۴ میلیونه یهودان او ۱.۵ بیلیونه مسلمانان دي، نو د دې شمېرو پر بنسټ په نړۍ کې هر پنځم کس مسلمان دی. د هر یو هندو په وړاندې دوه مسلمانان. د هر یو بودست په وړاندې هم دوه مسلمانان دي خو د هر یو یهود په وړاندې ۱۰۷ مسلمانان دي، اما...
د عبدالله حیدر وردګ اختراع (شهکار) مو په غندنه ولمانځو

د عبدالله حیدر وردګ اختراع (شهکار) مو په غندنه ولمانځو

د زمري په نهمه نېټه د انټرکانټیننټال هوټل ته بلل شوی وم، بلنلیک مې ولید، ډېر راته په زړه پوری ښکاره شو او هڅه مې وکړه چې نور ټول کارونه به پرېږدم او په دې غونډه کې به برخه اخلم او هماغه شان مې وکړل دغې غونډې ته ولاړم. دغه غونډه چې د عبدالله حیدر وردګ د یوه شهکار لپاره...
د کابل-تورخم د لارې مسافر هر څه په پټه خوله تېروي

د کابل-تورخم د لارې مسافر هر څه په پټه خوله تېروي

ګرانو لوستونکو په وروستیو کلونو کې زه څو ځله د ماهېپر له لویې لارې تورخم ته لاړم او بېرته راغلم. پخوا چې زه کله ماشوم وم، چې په دې لاره به تېرېدم نو د ډول ډول تنظیمونو پاټکونو به ګاډي درول، یا به یې په سپینو سترګو پیسې ترې اخیستې او یا به یې هم غلاوې ترې کولې او په...
لویې شاهراوې او ترافيکي حادثات

لویې شاهراوې او ترافيکي حادثات

په دې اخيرو وختونو کې په څو لويو شاهراوو کې ترافيکي حادثات ډېر شوي دي چې له امله يې ډېرې خونړۍ پيښې رامنځ ته کيږي د ترافيکو چارواکي د دې حادثاتو اصلی لامل د ښې  لاس موټرې گڼي او وايي چې دغسې پيښې زياتره په هغه موټرو کې وي چې د افغانستان په لاس نه دي او خلکو ته يې ستر...