Select Page

مخینه:

نن صبا ټیکنالوجي د انسان د ژوند یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. په ډېری هېوادونو کې د ټیکنالوجۍ د پرمختللو امکاناتو سره د انسان ژوند داسې ګډ شوی دی چې ډېره کوچنۍ نیمګړتیا هم پکې د تحمل وړ نه وي. ټیکنالوجي د ژوند په هره برخه پورې تړلې ده. له همدې وجې د هرې برخې بحث د بريښنايي وی په مختاړي د هغې برخې ټیکنالوجیک اړخ تر پوښښ لاندې نیسي. لکه بريښنايي زده‌کړه، برېښنايي درملنه، برېښنايي سوادګري، برېښنايي حکومتوالي او داسې نور… دا چې ټیکنالوجي زموږ د ژوند یو مهم اړخ جوړوي او تر ډېره زموږ هېوادوال د ټیکنالوجيک سواد څخه بې برخې دي نو ډېره اړینه ده چې د ټیکنالوجۍ د دغه چټک بهیر سره ملګري شو.  د هېواد د ننه د کمپیوټر او ټیکنالوجي اړوند څېړنیز بنسټونه په نشت حساب دي او تر ډېره د شته بنسټونو ظرفیت هم یوازې په پخوانیو او تکراري موضوعاتو ضایع کېږي. موږ لا د دې جوګه نه یو چې د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ په نړۍ کې خپل تألیفات ولرو، نو ځکه دا اړتیا پېښېږي چې له نورو ژبو پښتو ته د ټیکنالوجۍ اړوند متنونه راوژباړل شي. 

پيژندنه:

د کمپيوټر او ټیکنالوجۍ اړوند ژباړه یوازې په متن نه راټولېږي، په دې بحث کې د ټیکنالوجۍ ټول هغه موارد شامل دي چې موږ ورسره په ورځني ژوند کې سر او کار لرو. د بیلګې په توګه یو کس ټیلیفون کاروي، یا د خپل بانکي حساب څخه د ماشین له لارې پیسې اخلي او دې ته ورته نور… کارونه هم د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ د ژباړې یوه برخه ده. د ژباړې عمومي اصل دی چې باید ژباړن په دواړو اصلي او دویمه ژبه برلاسی وي او د متن سره سم تخصص ولري. دا چې دا بحث لا نور هم واضح شي ښه به وي چې د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ اړوند بحث په لاندې څو برخو وویشو:

  • د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ اړوند متن
  • د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ د کارولو لارښود
  • د پروګرامونو سیمه‌ییز کول (Localization)
  • د پروګرامونو لیکل

د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ اړوند متن:

دا برخه تر ډېره نورو مسلکي ژباړو ته ورته ده. په دې ژباړه کې د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ اړوند علمي مفاهیم له اصلي ژبې، دویمې ژبې ته راژباړل کېږي. باید ټول علمي مفاهیم په سم او کامل شکل راوژباړل شي او د اړتیا په صورت کې مهم وییونه په اصلي بڼه په قوس کې ورسره ولیکل شي. لکه د انټرنیت د تاریخچې ژباړه، یا هم د نیټورک د پروتوکولو د تشریح ژباړه. یعنې باید ژباړن ټول مفهوم واخلي او وروسته یې په خپلو الفاظو ولیکي او په دې توګه د ټکي په ټکي ژباړې څخه ډډه وکړي.

د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ د کارولو لارښود

په دې ژباړه کې موخه دا ده چې لوستونکی د یوه پروګرام یا یوې وسیلې د کارولو جوګه شي. نو ځکه باید جملې لنډې او د اصلي ژبې په مطابق داسې وژباړل شي چې ټول موارد په سمه توګه افاده کړي. د لومړۍ برخه خلاف دلته کیدای شي داسې ژباړې ته هم اړتیا پېښه شي چې باید ټکی په ټکی وي. سره له دې چې ټکی په ټکی ژباړه غلط کار دی، اما په دې حالت کې ورته اړتیا ده. تر څو لوستونکی په ټولو هغو هدایاتو مرحله په مرحله وپوهېږي چې یو پروګرام یا وسیله څنګه کارول کېږي. د بیلګې په توګه د ورډ په پروګرام کې د یوه جدول جوړول، دا مرحله په مرحله ژباړه باید داسې وشي چې هر لغت بېل بېل وژباړل شي. 

د پروګرامونو سیمه ییز کول (Localization)

د ټيکنالوجۍ په برخه کې سیمه‌ییز کول (Localization) یو ډېر مهم بحث دی. دا وی یوازې په ژباړه پورې نه محدودېږي. بلکې د اړتیاوو سره سم د یوې وسیلې یا پروګرام جوړولو ته سیمه‌ییز کول وايي. د بیلګې په توګه د بانک د پیسو برېښنايي ماشین باید د سیمې د خلکو په ژبه وژباړل شي تر څو هغه خلک یې وکارولی شي. دلته سیمه‌ییز کول د ژباړلو مترادف وکارول شول. خو که چېرې یو پروګرام داسې جوړ وي چې د جرمني لپاره د جرمني د سطحې، کلتور او اړتیاوو لپاره په نظر کې نېولی شوی وي، هماغه پروګرام په افغانستان کې په هغې بڼه اغیزمن نه وي نو ځکه په هماغه اصلي پروګرام کې داسې تغییرات راوستل کېږي چې د افغانستان د خلکو سطحه، کلتور او اړتیا پکې په نظر کې ونیول شي. د بیلګې په توګه د ژبې د زده‌کړو یو پروګرام په جرمني کې کولای شي ويډیو، غږ، انځور او متن ولري او په همدې بڼه دا هم مهمه نه ده چې څه ډول ویډیو یا انځور پکې ښکارول کېږي خو که چېرې همدا پروګرام د افغاني چاپیریال لپاره جوړېږي باید د دافغانستان د انټرنیت کچه، په ټیکنالوجیکه برخه کې د خلکو د سواد کچه، او کلتور په پام کې ونیول شي. کیدای شي هغه پروګرام چې ویډیو لري دلته د کمزوري انټرنیت له وجې ډېر اغیزمن نه وي. یا هم هغه پروګرام چې نیمه بربنډ انځورنه ولري کیدای شي دلته ډېر حساسیت جوړونکی شي. نو په دې توګه دلته سیمه‌ییز کول د ژباړې مانا نه ورکوي. 

د ټیکنالوجۍ د سیمه ییز کولو یوه عامه پروژه تاسې د ټولنیزې شبکې بیلګې یادولی شئ. فیسبوک دا مهال د ځینو رضا کارانو په مټ په پښتو ژبه ژباړل کېږي. 

د پروګرامونو لیکل

کمپیوټر چې د بېلابېلو توکو څخه جوړ دی او دا توکي یو د بل سره د مخکې لیکل شویو هدایت سره سمې اړيکې ساتي او په دې توګه موږ د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ له سهولتونو برخمن کېږو. دا له مخکې لیکل شوي هدایات څه شی دي؟ او څنګه دا هدایات لیکل کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب موږ په انساني ژوند کې لرو. د بېلګې په توګه کې یوه افغاني کلیوال ته په انګریزي ژبه ووايې چې دا کار مه کوه، هغه پرې نه پوهېږي، نو دلته ستاسې هدایت هغه نشي په ځای کولای. کمپیوټر هم په همدې بڼه خپله ژبه لري او یوازې هدایتونه مني چې په خپله ژبه یې ورکړل شوي وي. د همدې لپاره د کمپیوټر ساینس یوه لویه برخه پروګرام لیکنه جوړوي. په پروګرام لیکنه کې د کمپیوټر د ژبو په کارولو سره د کمپیوټر لپاره لارښوونې لیکل کېږي چې په بېلابېلو سطحو کې کمپیوتر هغه پيژنې او د هغې سره سم خپل کار ترسره کوي. کمپیوټري ژبې هم خورا زیاتې دي او بېلابېلې ژبې د یوه کار د ترسره کولو لپاره کارول کېږي. خو دا ژبې او د دې ژبې اړوند وییونه او عبارت زموږ په انساني ژبو کې یو شان دي. یعنې موږ نشو کولای د کمپیوټر په Java ژبه کې په پښتو ژبه کمپیوټر ته یو پروګرام ولیکو. د همدې لپاره موږ اړ یو چې د کمپیوټر د ژبې اړوند وییونه او عبارت Syntax په هماغه خپله بڼه زده کړو. په دې ډول متنونو کې موږ یوازې د لیکل شوي پروګرام تشریح کولای شو وژباړو خو خپله پروګرام نشو ژباړلی. په عامیانه توګه د کمپیوټر ساینس محصلین دغه لیکل شوي پروګرام ته کود (Code) وايي. البته کود د احصائيي د علم له مخې یو بل بحث دی. اما د کمپیوټر پروګرام لیکنه د انساني ژبې ورته یو معادل دی چې کمپيوټر په هغې پوهېدلی شي. موږ یوازې کولای شو د دغه پروګرامونو تشریح وژباړو.

د کمپيوټر او ټیکنالوجۍ اړوند اوسنۍ ژباړې

د افغانستان تېرې اوږدې غمیزې موږ د ټيکنالوجۍ له روان بهیر ډېر وروسته پاتې کړي یو. له دې بهیر د وروسته پاتې کېدو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې موږ د نوې ټیکنالوجۍ سره د همغږي لپاره ډېر وخت نه لرو. له همدې کبله نوي ټیکنالوجي موږ له پردیو وییونو سره جوړه منلې ده. د بیلګې په توګه د کمپیوټر وی زموږ په خلکو کې عام دی. کمپیوټر په پرمختللې نړۍ کې سلګونه کاله مخکې جوړ و او هر هېواد دا فرصت درلود چې د کمپیوټر سیسټم لپاره یو نوم وټاکي خو موږ ته دا سیسټم شل کاله مخکې راغی موږ د دې جوګه نه وو چې دې سیسټم ته بل نوم وټاکو. اوس که چېرې بل وی د کمپیوټر په ځای ټاکو د هغې عامول په ډېر ستونزمن شي. په همدې بڼه زموږ علمي متنونه هم د ورته ستونزې سره مخ دي. موږ اړ یو چې د کمپیوټر اړوند ډېری وییونه په اصلي بڼه یې وکاروو. 

دا چې پښتو ژبه د علمي کادر د ظرفیتونو د نشتون سره مخ ده او ټیکنالوجیک بهیر په ډېرې چټکۍ روان دی نو ځکه زموږ اوسنۍ ژباړې د دې بهیر په پرتله په نشت حساب دي. یو خوا د ټیکنالوجۍ اصلي وده ورکوونکي په انګریزي ژبو هېوادونو کې دي او د بلې خوا د ټیکنالوجۍ وده د دې باعث شوې ده چې په ټولو ژبو کې انګریزي ژبه د ټیکنالوجۍ په برخه کې ومنل شي. نو ځکه ویلی شو چې انګریزي ژبه په ټیکنالوجۍ کې یوه‌ګوني یا Dominant ژبه ده. 

خو بیا هم پرمختللي هېوادونه لکه جرمني ډېره هڅه کوي چې د ټیکنالوجي په برخه کې له انګریزي ژباړه وکړي. د دوی ژباړه تر ډېره بیا هم له انګریزی اغیزمنه ده. زه دا ویلی شم هغه کتابونه چې په آلماني ژبه ژباړل شوي تر ډېری انګریزي وییونه لري. یو خو دا ژبې سره ډېرې ورته دي خو د بلې خوا نه ډېره هڅه داسې شوې چې ټیکنالوجیکه ټرمینالوجي یو شان په ټولو ژبو کې وساتل شي. په دې برخه کې بله بیلګه زموږ ګاونډی هېواد ایران دی. دوی دا تجربه لري چې هرې ټرمینالوجۍ ته معادل وی په فارسي ژبه کې جوړوي. خو د دوی دا کار د دې باعث شوی دی چې علمي وده یې نسبت هغه هېوادونو ته چې انګریزي ژبه یې د ټیکنالوجي په برخه کې منلې ده، ټکنی کړي. ښکاره بېلګه یې په ټیکنالوجي کې د ایران په پرتله د هند او پاکستان پرمختګ دی. 

نو زما په ګمان موږ باید ژباړه داسې وکړو چې منل شوې نړیواله ټرمینالوجي د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ په برخه کې په خپل ځای پرېږدو. خو هو دا هم په یاد باید وساتو چې د یوه تخنیکی متن یوازې ۱۰ تر ۲۰ سلنه برخه ټرمینالوجي جوړوي پاتې ۸۰-۹۰ سلنه برخه باید د خپلې ژبې وییونه وي. 

په ژباړه کې ستونزې

د ټیکنالوجۍ په برخه کې پښتو ژبې ته ژباړه له انګریزي او فارسي ژبې مخامخ اغیزمنه ده. انګریزي د ټیکنالوجۍ اړوند متنونو مور ده او په فارسي ژبه د ایران ګڼ درسي مواد زموږ په واک کې دي. نو ډېر کله په ژباړه کې انګریزي وییونه او فارسي ایراني وییونه چې موږ یې ډېر ښه او پخوا کارېدونکي معادل لرو، کارول کېږي. 

بله مسئله د ژباړې کلتوري اغیز دی. د بیلګې په توګه په انګریزې ژبه د کمپیوټر یوې وسیلې ته Mouse وايي چې ژباړه یې موږک ده. په انګریزي کې په کلتوري لحاظ د Mouse وی ډېر ستونزمن نه دی. خو که موږ یې په پښتو کې ژباړه موږک لیکو نو ډېری لوستونکي به پرې خوښ نه وي. نو ژباړن دلته اړاېستل کېږي چې هماغه انګریزي یې په پښتو تورو ولیکي. 

ټکی په ټکی ژباړه، یوه بله ستونزه ده چې پورته یې په یوه برخه کې سم او په بله برخه کې ناسمه وګڼل شوه. خو په ټوله کې ټکی په ټکی ژباړه سم کار نه دی. 

له ژباړې ژباړه یوه بله ستونزه ده. موږ ډېر کله لیدلي چې له انګریزي ژبې یو کتاب فارسي یا اردو ته ژباړلی شوی او وروسته له هغې بیا پښتو ته له دویمې ژبې ژباړل شوی دی. کیدای شي اولې ژباړلی اصلي متن په سمه توګه نه وي افاده کړی نو دویمه ژباړه کیدای شي د اصلي متن سره ډېر توپیر پیدا کړي.

ناسمه ژباړه

دلته به ډېره ښه وي چې زه خپله یوه تجربه درسره شریکه کړم. د پوهنتون په لومړي کال کې مو درسونه په انګریزي ژبه وو. خو ټولګیوالو وهڅولم تر څو د یوه مضمون درسونه وژباړم. دا چې په مسلکي لحاظ په ټیکنالوجۍ کې ډېر بلد نه وم نو د ژباړې یوه برخه د کمپیوټر سیسټمونو ته د برېښنا په لېږد څرخېده او د برېښنا د جریان د دوو ډولونو AC او DC په ځانګړنو بحث وو. دا چې دا دوه مخففونه ماته له مسلکي لحاظ نوي خو د ژبې له لحاظه پېژندل شوي وو نو AC مې ایيرکاندیشن او DC مې جعلي وژباړل. زما د ژباړې همدا برخه ټولو ته بې مفهومه وه او ډېرې ټولګیوالو په دې هکله راڅخه وضاحت غوښت، خو لا هم زما سره نه پرې خلاصېده. کله چې له پوهنتون فارغ شوم غوښتل مې خپلې ټولو ژباړې راټولې کړم تر څو نورو محصلانو ته یې ورکړم. همدې ټکې ته متوجې شوم او وپوهېدم چې څنګه مې متناوبه او مستقیمه برېښنا په غلطه بڼه ژباړلي ده. نو ویلی شم تر ډېره ناسمه ژباړه د ژباړن په نامسلکي توب دلالت کوي. 

د ځینو وییونه نا مناسبه ژباړه د دې باعث کېږي چې د متن لوستل ستونزمن کړي. لکه د سافت ویر (پوستکالی) یا هاردویر (کلککالی)، نړیوال‌جال (انټرنیټ)، فیسبوک (مخکتاب)، ګورتپاڼه (Homepage) او نور وییونه زما په اند مناسب نه دي. 

سمه ژباړه

د معلوماتي ټیکنالوجۍ او مخابراتو وزارت د یو څه مودې لپاره د پروګرامونو د سیمه‌ییز کولو یوه پروژه درلوده چې تر ډېره یې ځینې ټرمینالوجۍ پښتو او دري ته ژباړلي دي. ځینو نورو پوهانو په ځانګړې توګه د نورالرحمن لېوال په نوښت د پوهاند زیار ځینې وییونه مناسب دي. همدا وییونه تر یو حده مخ په رواجېدو دي. لکه برېښنالیک (Email)، برېښنا پاڼه(Website)، کارن(User)، پټنوم(Password)، کاریال(Application) او داسې نور…

پایله

دا چې ټیکنالوجي یوه پراخه علمي ساحه ده او نژدې په ټولو نورو بخشونو کې هم ورګډه ده نو باید د ژباړې په وخت کې د هماغه څانګې اړوند ژبنیر او د ژباړې قواعد هم په پام کې ونیول شي. د بیلګې په توګه که چېرې د برېښنايي سوداګرۍ په هکله متن ژباړل کېږي باید د ټیکنالوجۍ د قواعدو  ترڅنګ د اقتصاد د بخش د ژباړې اصول هم په نظر کې ونیول شي. 

د نیکه‌مرغه د ټیکنالوجۍ په برخه کې اوس ډېر علمي بنسټونه په افغانستان کې جوړ شوي، دوی باید خپل رسالت درک کړي او د نوې ټیکنالوجۍ سره سم باید د هغې لپاره داسې ټرمینالوجي وټاکي چې ولس یې په آسانه خپله کړي. 

له ټیکنالوجي څخه د انګریزي ژبې بیلتون په دې برخه کې علمي وده ټکنی کوي، نو زما په اند دا به ډېره ښه وي چې عام انګریزي وییونه په خپل ځای پاتې شي او ډېری کمپیوټر پوهان د ټیکنالوجۍ د ودې لپاره انګریزي ژبه زده‌کړي. 

د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره باید لومړی د کمپیوټر او ټیکنالوجۍ اړوند ممد درسي مواد راوژباړل شي تر څو زموږ د هېوادوالو په روزنه کې اغیزمن تمام شي. په دویم قدم کې هغه مواد چې د کمپیوټر او ټیکنالوجي په کارولو کې مرسته کوي، هغه راوژباړل شي ترڅو د هېوادوالو کمپیوټري سواد وده وکړي. 

په هېواد کې د علمي څېړنې او د معیاري ژباړو د ودې په هیله

پوهنیار سیدعبدالله ولي زی