Select Page

زموږ د هېواد جګړه ځپلي ځوانان لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې څوک دي، څنګه دي، چېرته دي او ولې دي؟ څوک یې د پښتو، ځینو نور یې د افغانیت او څوک یې د اسلام په نامه غولوي او د دوی د پاکو احساساتو څخه د خپلو سیاسي ګټو لپاره کار اخلي. نو له دې کبله غواړم څو کرښې تورې کړم.

د هېواد تاریخ ښکاره کوي چې ډېر پاڅونونه د هېواد د ځوان قشر په مرسته په اقتدار رسېدلي دي خو کله چې کوم پاڅون هم بریالی شوی نو ځوانان یې یوازې غم او ستونزو ته ورټیل وهلي دي او د دوی د روزګار په ښتوب کې یې ډېر لږ یا هیچ کار نه دی کړی. له بلې خوا ډېری ځوانان د دېرش کلنې غمیزې له اغیزو دومره ګیچ شوي چې بېرته په حال راتګ یې موږ ناهیلي کړي یو. 

اوس مو ځوانان د  دې پر ځای چې خپل موقف درک کړي د دې په لټه کې وي چې څنګه پیسې پیدا کړي او څنګه خپل وخت ښه تېر کړي، چې دا د ذلت د ژوند یو مرحله ګڼل کېږي هر هغه ژوند چې د ټولنې او موقف لپاره نه وي هغه ژوند د ذلت ژوند وي. ډېر ځوانان خو لا ان خپل ځان د کورنۍ په وړاندې هم مسؤل نه ګڼي دا خو لا څه کوې چې هغه دې د ټولنې مسؤل ځان وګڼي، ډېر ځله داسې لیدل شوي چې ځوانان د پردي کلتوري یرغل ښکار شوي وي او د خپلې ټولنې دود، دستور او کلتور یې هم هیر کړی وي د خپلو مشرانو سره داسې سلوک کوي چې ته به وايي د کوم بهرني ملک دی. له دغسې ځوانانو د ټولنې د ښه کېدو لپاره تمه ډېره خواشینونکي وي.

زموږ کلیوال ځوانان په دو تمه  وي چې څنګه د یرغلګلرو په وړاندې په جهاد کې ونډه واخلي، دا هم ښه احساس دی خو چې څنګه دغه احساس رهبري شي په دې نه پوهېږي دوی فکر کوي چې که خپل ښوونځي وسیځي نو د دې تاوان به یرغلګرو ته رسي. د دوی دغه احساس د ګاونډیو ملکونو د استخاراتچیانو له خوا رهبري کېږي او د دوی دغه احساس د افغانستان زیان او په خپله ګټه کاروي. 

ښاري ځوانانو مو په دې لټه کې وي چې څنګه له دې هېواده وتښتي او د غربي هېوادونو سرو او شنو ګروپونو ته ځانونه ورسوي. دوی د هر رقم نامشروع لارې کار اخلي تر څو له دې هېواده په تېښته بریالي شي.  

دا چې ملي احساس د هېواد په وړاندې د چا په غاړه دی د دې لپاره هیچا فکر نه دی کړی، د اسلام په وړاندې د یرغلګرو ماته د هر با احساس افغان مسلمان هیله او ارمان دی او د دې آرمان لپاره به منطقي او اصولي لارې لټوي. خو دا چې خپل ښوونځي ورته وسيځي او یا هم خپل سړک ورته وران کړي دا د حل لاره نه ده. او بل دا چې کې ټول ځوانان دا احساس ولري چې له دغه جنګځپلي هېواده وتښتي نو دا هېواد لري څوک چې ساتنه او بیارغونه یې وکړي، څوک به د دې وطن خدمت کوي که موږ ټول سرو شنو چراغونو ته منډه کړو. 

لکه مې چې مخکې وویل د دغو ځوانانو څخه د خدمت تمې موږ ناهیلي کړي یو خو د نورو نړۍ ان ماشومان د خپل هېواد دخدمت لپاره لېوال دي او د خپل هېواد د خدمت په لار کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د کوچني اختر په لومړی ورځ مې د ملي ټلویزیون په څپو له آشنا ټلویزیون څخه په یوه ریپوټ کې واورېدل:

«د امریکې په یوه صوبه کې یوه نهه کلن ماشوم د دې احساس وکړ چې دی بويه د خپل سن ماشومان لپاره کار وکړي. نو ده په لومړي ځل فکر وکړ چې دی د هغو ماشومانو لپاره یوه څېړنه وکړي کوم چې پلار او مور نه لري او د سرکونو د پاسه ژوند کوي. ده خپله دا څېړنه په نهه کلنۍ پیل کړه او د څېړنې په موخه یې یو اوږد مزل په پښو پیل کړ او د امریکا د مختلفو صوبو د دغه شان ماشومانو سره یې کتنه وکړه او د هغوی سره یې  د ډاډ او تصلي په موخه لوبې وکړي او له سیمه ییزو ارګانونو سره یې د دوی د ژوند د ښه کېدو لپاره مرکې او ناستې وکړې. دی په ۲۰۰۹ کال کې د یولسو کالو وؤ چې د امریکې څو صوبې یې په پښو کتلې وې او دا تمه یې درلوده چې تر دوو نورو کلونو د همدغه مزله دوه چنده نور مزل هم په پښو طی کړي او د هغو سیمو له ماشومانو سره وګوري کوم چې د ده د لارې په اوږدو کې دي. دی وايي چې د مزل د پای ته رسېدو وروسته به د خپل ټول مزل راپور لیکي او له امریکایي چارواکي به د دغو ماشومانو د زیږون د مخنیوي لپاره غوښتنې وکړي. د هیرولو د نه وي چې د دغه ماشوم د ستاینې لپاره د امریکې د وخت ولسمشر بوش ده ته د ده د احساس لپاره څو مډالونه او نغدي مرسته ورکړې دي.»

دا د یو ماشوم احساس وؤ خو له بده مرغه زموږ له ځوانان داسې تمه ډېره ستونزمنه ده، ځکه دوی ډېر  زیانمن دي او دوی خپلواک فکر نه لري چې په یوه احساس یو ټولنیز کار پیل کړي. ډېر کم داسې ځوانان شته چې هغوی د ټولنې د ګټې لپاره د خپلې ډېرې لږې ګټې تېر شي او یا د په خپل ځان لږ ستونزه تېره کړي.

د ۱۳۸۸ کال ټولټاکنو وښوده چې زموږ ځوانانو څومره په اخلاص د پیسو په مقابل کې بېلابېلو ډلو ته کمپاینونه کول او د دوی چارې یې په ښه توګه سمبالولې.  پرته له دې چې دوی فکر وکړي چې کوم نوماند وړ دی او کوم وړ نه دی دوی یوازې د پیسو په مقابل کې د یو او بل نوماند ملاتړ کولو. 

دا چې ځوانان څه وکړل او څه یې ونه کړل دا پېر هم تېر شو، خو څنګه دا ځوانان له دې حالت راوباسو؟ دا هغه پوښتنه ده چې راتلونکي چارواکي بويه ورته پاملرنه وکړي. دا صحیح خبره ده چې حکومت به د ځوانانو په ملاتړ رامنځ ته شي خو دا ځوانان به هماغه ځوانان وي کوم چې پیسې به یې اخیستې وي خو د حکومت مسؤلیت او دین دی چې دغو نورو ځوانانو ته جدي پاملرنه وکړي او دوی له دې حالت راوباسي.

راتلونکي حکومت ته په لومړي سر کې په کار ده چې ځوانانو ته په حکومتي جوړښت کې پراخه ونډه ورکړي تر څو ځوانانو د دې احساس پیدا کړي چې  دا حکومت د دوی حکومت دی دا د بل چا د ښېرازې لپاره کار نه کړي.

تېر حکومت د ځوانان او د ښځو د چارو د لا ښه سمون لپاره ځانګړې ادارې جوړې کړې خو د بده مرغه کله چې د همدو دواړو وزارتونو لاسته راوړنې ګورو نو دوی وايي چې موږ دومره غونډې کړې او دومره مو لګښت دی او یا هم دا وايي چې موږ دومره هنرمندان فارغ کړي او دومره مو ډرېور…

دا هم فعالیتونو دي خو دا ډېر وړوکي خدمات دي چې په انفرادي توګه هم ترسره کېدای شي دغه ادارو ته په کار ده چې د ځوانان  د دغه حالت لپاره یوه داسې ستراتیژي طرحه کړي چې د هغې سره د کلي او د ښار ځوانان داسې متناسب حالت ته راشي چې د هېواد په مقابل کې احساس پیدا کړي، د دوی ملي احساس دې کچې ته وي چې د هېواد لپاره له ځانه تېرېدو ته چمتو شي. 

د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارت په تعلیمي نصاب کې د درسونو تر څنګ د هېواد پېژندنې درسونه ورکړل شي تر څو دغه هېواد ځوانان وپیژني او د دې هېواد د بیا ژوندي پاتې کېدو او سمسورتیا لپاره احساس پیدا کړي. اوس مو ډېر ځوانان وايي، زما په څه چې څوک ولسمشر دی او په افغانستان کې څه روان دي ماته اوبه او خواړه را رسي زه به نور څه کړم دغه احساس بويه د ښوونې له لارې له ځوانانو واخیستل شي او په ځای یې ملي احساس ورکړل شي.

حکومت داسې طرحې او پروژې بویه ولري چې سیاسي ډلې ټپلې د ځوانانو د احساساتو څخه په منفي توګه استفاده ونه کړي او د دغو ډلو د پېژندلو لپاره بويه پراخ کمپاینونه وکړي.

د ځوانانو لپاره د ټولو نه مهمه خبره د درس زمینه ده چې بويه د هېواد د ننه او بهر ورته د زده کړې زمینه مساعده شي. یو لوی عامل همدا دی چې زموږ ډېری ځوانان د زده کړې له نعمته بې برخې دي. 

په دو هیله چې دا پورته څو وړاندیزونه د راتلونکي حکومت په لومړیتوبونو کې ځای پر ځای شي او په دو هیله چې زموږ ځوانان دا هېواد خپل کور وګڼي او د خپل کور د سمسورتیا او آبادولو په لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.