Select Page

موږ مسلمانان په دې اند یو چې قرآن پاک زموږ تر ټولو ستر دیني لارښود دی چې موږ ته یې په ټولو برخو کې اړینې لارښوونې کړي دي او که موږ پرې عمل وکړو نو زموږ دین او دنیا به ښاده او بریالی وي. خو د بده مرغه موږ دغه عقیده یوازې په تیوري کې لرو، کله چې عمل ته راځو زموږ دغه عقیده زموږ له هیره وځي او داسې کارونه کوو چې نه یوازې دا چې قرآن پاک د هغې اجازه نه ده راکړې بلکې هغه یې په موږ منعه ګرځولي دي. نو څنګه موږ کولای شو هغه وعدې چې خدای (ج) زموږ سره کړي هغو ته ورسېږو. موږ په خپلو لمونځونو کې ډېر آیتونه لونو خو د بده مرغه په هماغه دم ګړی کې موږ  یې له عمل تېروځو او په هغې عمل نه کوو. دا چې د قرآن لار څه او موږ ته یې څه ویلي دي دا به ښه وي چې د آیت د لاندې ژباړې په رڼا کې هغه وسپړو. الله تعالی (ج) د قرآن پاک د اهمیت په اړه فرمايلي دي:

ژباړه: که موږ دغه قرآن یوه غره ته نازل کړی وی، تاسو به لیدل چې غر به د خدای له وېرې ټوټې ټوټې او خاورې شوی وی، موږ دغه بیلګه خلکو ته وړاندې کوو، ترڅو د فکر او عقل څښتنان شي.

د آیت د پورتنۍ ژباړې څخه د قرآن پاک اهمیت په واضحه توګه بیان شوی او پکې راغلي چې قرآن څومره لوی عظمت لري او د هغې لاره څومره غوره لاره ده چې ان غر هم د خپلو کړو وړو په لیدو سره د هغې په وړاندې شرمینده کېږي او ټوټې ټوټې کېږي.

خو موږ یو چې په دغه عظمت نه پوهېږو، سره له دې چې قرآن موږ ته نازل شوی او موږ باید پرې عمل وکړو، نه یوازې د هغې د عظمت له وېرې وېرېږو نه بلکې د هغه لاره هم په ځینو برخو کې د خپلو ګټو لپاره نفي کوو.

الله تعالی په بل ځای کې د هغو انسانانو نه د ګیلې په بڼه فرمايي:

د آیت ژباړه: ولې دوی د قرآن په اړه فکر نه کوي آیا د دوی په زړونو قفلونه پراته دي. (الایه سوره محمد)

د آیت د دغې ژباړې څخه په ورایه څرګندېږي چې الله تعالی په خلکو غږ کړی چې تاسو راشئ قرآن ولونئ ډېر داسې څه به پکې ومومی چې تاسو به یې فکر هم نه کوو او ډېر داسې څېزونه به وي چې تاسو یې په لټه کې وی چې دغه موندنې به تاسو سمې لارې ته سیخ کړي.

زموږ ډېر خلک په دې اند چې ګواګي الله تعالی له مسلمانانو دا دنیا اخیستې او هغوی ته د هغې بلې دنیا ښې ګڼې ور په برخه کړي. خو داسې نه ده، دا د هغو ډلو ټپلو تبلیغ دی چې غواړي مسلمانان په خپل انحصار کې ولري، هغه کسان دغه خبره کوي چې اسلام یوازې د آخرت دین ګڼي او په دنیا کې رهبانیت غواړي، تاسو ته به یاد وي چې اسلام د دې لپاره راغی چې رهبانیت له منځه لاړ شي او ربانیت حاکم شي. 

ویل کېږي چې د حضرت عمر (رض) د خلافت په دوران کې دی جومات ته راغی چې ګوري د جومات په صوفه ډېر ځوانان بیده دي. امیر صاحب له هغوی وپوښتل چې تاسو دلته د څه لپاره پراته یاست، هغوی ځواب ورکړ چې خدای پاک روزي رسان دی او موږ دلته په تمه یو چې الله دلته موږ ته روزي راکړي. نو امیرصاحب ورته قسم یادوي او ورته وايي چې ستاسو ځای به دوزخ وي او له جوماته یې وباسي چې لاړ شئ کار وکړی الله تعالی تاسو ته په دغه شان روزي نه درکوي. 

نو په ځای ده چې د حضرت علي (ک) هغه وینا په دې اړوند راواخیستل شي چې په ډېر لوی عظمت سره یې ویېلې ده:

«تاسو د دې نړۍ په چارو کې دومره ځان بوخت کړئ لکه چې هیڅ آخرت راتلونکی نه وي او د آخرت په چارو کې دومره محتاط و اوسئ لکه چې په وروستۍ دمه تاسو ور روان یاست.»

د دغې وینا څخه په ورایه ښکاري چې اسلام د دغې نړۍ چارو ته څومره ارزښت ورکوي او که تاسو د قرآن پاک او مبارکو احادیثو متنونه په غور سره وګورئ نو پکې راځي چې دغه نړۍ د انسانانو د برخلیک په ټاکلو کې ارزښتمن رول لري نو ځکه باید په دغه نړۍ کې د آخرت لپاره داسې چارې وکړو چې زموږ آخرت په ښیراز وي. نه دا چې دا نړۍ هیره کړو او رهبانیت خپل کړو.

دا هم په ځای ګڼم چې ووایم چې د امریکې په سفارت کې په یوه جوړه شوې غونډه کې، امریکايي چارواکو له افغان سلاکارو وپوښتل چې څه وکړو چې اسلام له سیاست څخه جلا کړو، نو زموږ یوه بې دینه او ملحد هېوادوالو په ځواب کې ورته وویل چې د رهبانیت په ترویجولو سره موږ کولای شو دغې موخې ته ورسو.  دلته د رهبانیت له رواجولو څخه موخه هماغه صوفیزم ته لمن وهل دي چې مسلمانان یې له کړو وړو پریښي او هغوی یې په داسې عبادت بوخت کړي چې د دوی په اند د آخرت ښیرازه ور په برخه کوي. 

د دغې سلا وروسته د امریکې سفارت د مرستو یوه برخه د خانقاګانو په ودانولو او پراخولو کې لګول کېږي خو د نیکه مرغه باید وویل شي چې زموږ په کلیوالي سیمو کې دوی خپلې دغې موخې ته ونه رسېدل او هلته یې د سیمو خلکو په ډېره کلکه مخنیوی وکړ مګر لکه چې زموږ ښارونه هر کله د هرې انحصاري عقیدې ښکاري کېږي دا ځل یې هم ښکار شول او د دغو دسیسو په شنډولو کې پاتې راغلل خو موږ په دې تمه یو چې دوی په دغه غیر اسلامي ناروغۍ روږدي نه شي.

دغه ښاغلي پرته له دې چې فکر وکړي چې اسلام یو بشپړ دین دی، او هر هغه څوک چې په اسلام عقیده لري نو د اسلام د ټولو برخو په منلو مکلف دی هغه نه شي کولای په خپله ګټه له اسلام څه ومني او په خپل زیان د اسلام ځینې قوانین رد کړي.  اسلام هغه بشپړ دین دی چې د هغې وعده حضرت محمد(ص) په حجة الوداع کې له مسلمانانو سره کړې وه او هلته یې ویلي چې زه راغلم تر څو تاسو ته دغه دین بشپړ کړم. نو د همدې وینا مطابق اسلام هغه دین دی چې علمي، ټولنیزو چارو، سیاست، او تر ډېر وړو څېزونه پکې په ډېر ظرافت او کمال سره وړاندې شوي او د اسلام د پوره مطالعې وروسته د دې امکان نه پیدا کېږي چې پرته له اسلام څخه دې د کوم شي لپاره بل بشري قانون یا مذهب ته ستانه شو.

زه په تاسو په ډېر جرئت سره غږ کوم چې د غربي نړۍ د دغو اسلام ضد توطئو په کړنو ځان خبر کړئ او د اسلام لاره تر ابده په ځان حاکم وګرځوی او د اسلام په اړه تاسو سوچ وکړئ نه دا چې د امریکې سفارت سلاکاران تاسو ته اسلام تشریح کړي او له اسلام څخه د اسلامي ضد ملکونو په ګټه کار واخلي. په پای کې په دو تمه یم چې دغه تورې څېرې د مسلمانانو مخ ته بربنډې شي او د دوی دغه راز توطئې د اسلام مبارک دین په وړاندې شنډې شي.